ملګري ملتونه12 نومبر(اے پی پی)پاكستان د ملګرو ??لتونو اسمبلۍ ته وئېلي دي په غزه كښې روان جنګ د سلامتي كونسل پنځو مستقل غړو ترمينځه د تقسيم له امله شخړې په موثره ډول حل كولو كښې ناكامي په ډاګه كړې۔ د مستقل چوكو په شمېره كښې اضافې څخه سلامتي كونسل د شخړو هواري كښې په بشپړه توګه ناكامه راتللے شي۔په غزه كښې په جنګ بندۍ كښې د ناكامۍ نه پس دا اوس د وړاندې نه زياته ښكاره شوې چې سلامتي كونسل شخړې او امن او سلامتيا ته د رامخې ته شوو خطرو ??وثر ځواب وركولو كښې د ناكامۍ بنيادي سبب د هغوي د مستقل غړو په كومه پريكنده كاروائي نه متفق كېدل دي۔د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو ??لتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم 193 كسيزه اسمبلۍ كلنې مباحثه كښې وكړه ۔ده ووئيل اوس دا خبره ښكاره شوې چې سلامتي كونسل كښې د نوو مستقل غړو شاملېدو څخه به د هغوي د ناكامۍ په امكانات كښې څو چنده اضافه اوشي۔منير اكرم ووئيل د ډېرو ??ورو غړو هېوادونو غوندې پاكستان هم د سلامتي كونسل مستقل چوكو كښې د اضافې د ??وم هم تجويز خلاف دے٬ د ملګرو ??لتونو دننه د استحقاق نوې مركزونه جوړول ??وم جواز نه لري۔ده ووئيل جنرل اسمب??ۍ او سلامتي كونسل كښې په اصلاحات بين الحكومتي خبرې اترې(آئي جي اين)فروري 2009 كښې پیل ش??ې وې چې مقصد يې ملګري ملتونه نوې موثره ٬نمائنده او ځواب وركونكے جوړول ؤ خو هغه د تعطل ښكار شوې۔
Nguồn bài viết : Trực tiếp bóng đá hôm nay