اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزا??ت د روانې مياشتې په مهال په اسلام آباد كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې په موقعه فول پروف امنيت باوري كولو له د تګلارې منظوري وركړې ده۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال به د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ اېف سي او د پنجاب پوليس اضافي نفري هم تعينات كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د شنګھائی مرستې تنظيم كنفرنس تياريانو سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې وفاقي داخله سېكتر ٬ اېډيشنل سېكترانو ٬ چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی پ??لی?? اسلام آباد، ډپ??ی کمشنر اسلام آباد، ډپ??ی کمانډنټ اېف سی، سېکتر کمانډر پاکستان رینجرز او د امنيتي ادارو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اېس سي او سرمشريزې غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو بشپړ جاج واغستے شو۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د روانې مياشتې په مهال د شنګھائي مرستې تنظيم ??رمشريزه غونډه په پاكستان كښې كېدل زيات مهم دي۔ په دې سمټ كښې يو شمېر مشران ګډون كوي٬ د نړيوال كنفرنس په پاكستان كښې كېدل ټول اولس لپاره درناوې دې۔ ده ووئيل د اېس سي او سرمشريز كنفرنس په موقعه به په هره كچه فول پروف انتظامات باوري كولې شي۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال به اسلام آباد ښكلے كولے او د صفايۍ به خصوصي انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د اېس سي او غونډې په مهال دې ټولې اړوندې ادارې خپل متعين كړے شوے كردار ترسره كړي۔ ټولو له به په ګډه د كنفرنس په سولييز او كامياب ډول تابيا كېدل باوري كول وي۔
Nguồn bài viết : THỂ THAO