هنګری 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي نړۍ د شخړو ، اقتصادي استحکام نشتوالي او د موسمیاتی بدلونونو په څير چیلنجونو سره مخ ده او دې چیلنجونو په ټوله نړۍ كښې د ام??ګر??شن كولو له يو نوے شکل وركړے، د دې مسئلو په وجه كړكيچن چیلنجونه راپيدا كيږي ٬ د كومو چې يو هېواد په يواځي مقابله نه شي كولې،په دې چیلنجونو قابو موندلو له كوټلي نړيوالي تګلاري ته اړتيا ده،يواځي علامتی نه بلکه د ام??ګر??شن بنیادی وجوهات لرې كولو ته اړتيا ده او په سمدستي توګه كوټلي اقدامات پكار دي، د غیر قانوني ام??ګر??شن مخنيوي لپاره پاکستان ګڼ قانوني او انتظامي اقدامات کړي، پاکستان خپلو قانون نافذ کوونكو ادارو له په انسانی قاچاق كښې د ككړو تورنو په ضد د كوټلې قانوني كاروائي اختیار وركړے۔ده په هنګری كښې د بډاپسټ پراسس 7م وزارتي کنفرنس ته وينا كوله۔بډاپسټ پراسیس 7م وزارتي کنفرنس ته وينا كښې د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي ووئيل په كال 2019 كښې د شوي آخري ??زارتی کنفرنس نه پس ښه پیشرفت شوے ،نن هم مونږ ګڼو مسئلو سره مخ يو۔ده په ډاګه كړه چې بشري ??اچاق سره تړلو خطرو په اړه د اولس خبرتيا زياتولو، سرحدي کنټرول قوي كولو او سيمه ايزې او نړيوالي مرستي زياتولو ته پام لرنه كوو، قانوني ام??ګر??شن ته ودې وركولو لپاره اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو سره دوه اړخيزه لوظنامو او د ټیلنټ پارټنرشپ زياتولو له كار كوو۔ده د اندیښنې څرګندونې سره ووئيل اوسنو كښې په نړۍ كښې د كډوالو په مخالفت پریشاني زياته شوې ، د دې رجحان په وجه يو نوې مهم چیلنج رامخې ته شوے۔ده هيله څرګنده كړه چې بډاپسټ اعلامیه خپلولو سره به يو متوازن نقطه نظر لپاره يو نوې اړخ رامخې ته شي خو دا خبره به باوري ??ول وي چې سباؤن كښې د ام??ګر??شن كوم هم اړخ ته دې په بل اړخ ترجیح ورنه كړې شي۔ وفاقی وزیر محسن نقوي ووئيل دې مهمي غونډي ته وينا زما لپاره د وياړ وړ خبره ده،د دې غونډې په كولو شریك كوربه ترکیه او هنګری له مباركي وركوم۔ده ووئيل د بډاپسټ په ښكلي او تاریخی ښار كښې په تود هركلي كولو د هنګری حکومت او اولس په خاص توګه مننه كوم۔
Nguồn bài viết : Tin bóng đá mới nhất